IQNA

د کربلا د قرآن د نړیوال  نندارتون کټالاګ خپور شو

7:16 - January 09, 2025
د خبر لمبر: 3490440
ایکنا – په کربلا کې حسینی مقدس آستان د قرآڼ د نړیوال نندارتون د معرفۍ کټالاګ چې په کربلا کې د قرآن د نړیوالې ورځې  د درنښت په مناسبت ترسره کیږي، خپور کړ.

ایکنانیوز د حسینی مقدس آستان د اطلاع رسونې  د برخې له قوله راپور راکړ،د حسینی مقدس آستان  د رسندوئي مرستیالۍ خپروندوئې دفتر د  قرآن کریم د نړیوالو نندارتون  د معرفي کټالاګ  چې د قرآن د نړیوالې ورځې  په مناسبت ددغه آستان د قرآني چارو  د برخې له خوا  او د  تبلیغ د نړیوال مرکز  او دنندارتونونو د مرستیالۍ په ملګرتیا سره ترسره شوی، خپور شو.

 ددغه مرکز مرستیال علی عبود الطایی  ووئيل، د حسینی  آستان د عمومی دارالانشاء دپروګرام په چوکاټ کې  د خپلو مختلفو فعالیتنوو په مستند کولو کې او د قرآن کریم د نړیوال نندارتون دترسره کیید د بهیر  دمعرفي کولو په خاطر  چې  تیر ال  په بین الحرمیّن کې د قرآن کریم د نړیوالې ورځې  د فعالیتونو په چوکاټ کې ترسره شو، ددغه ۸۳ مخیز بشپړ کټالاګ خپریدا، په نندارتون کې د وړاندې شوو آثارو د اجمالي معرفۍ لپاره  ترسره شوې ده.

هغه په دوام کې ووئيل،  د نندارتون په کټالاګ کې  د قرآنی خوشخطۍ  د برخې ، د ماشومانو د قرآنی پروګرام ود  یوشمیر حوزوي ، قرآنی او پوهنتوني عالمانو د  آثارو د معرفۍ  او د هڅونې د سیالیو او روزنې د برخو پشمول ځیني حاشیه اي فعالیتونه شامل دي.

د حسینی آستان د دارالقرآڼ د قرآني رسندوي مسئول نذیر  الدلفي  په دې باب ووئيل؛ د مبعث د  نیکمرغه  اختر په مناسبت د قرآن د نړیوالې ورځې  پروګرامونه د رجب د میاشتې په ۲۷ چې د سلواغې دمیاشتې له نهمې نیټې سره سمون خوري ، د کربلا په بین الحرمیّن  کې ترسره کیږي او تر یوې اونۍ پورې به دوام ولري.

هغه ووئيل، ټاکل شوې ده  د قرآن په نړیواله ورځ د عراق په څه دپاسه ۱۵ ولایتون کې علمي سمینارونه، قرآني محفلونه،کلتوری نمایشي پروګرامونه  ترسره شي او  ځيني مهمو پروګرامونو ځیني برخې به هم هغې  مهمې او کم سارې پيښې ته مخصوصې وي چې د قرآن د نړیوالې ورځې په پروګرامونو کې به اعلان شي.  

انتشار کاتالوگ معرفی آستان حسینی

https://iqna.ir/fa/news/4258735

captcha